Afghanischer Kulturverein Meschenich E.V. afghanischerkulturverein@gmail.com

په کونړ د توغنديو بريدونه په کلکو ټکو غندو

 

سهار دی د لمر زرينو وړانګو خپله لمن د کونړ ولايت د سرکاڼو او مرورې والسواليو په کليو او بانډو ، کروندو، ښکلو غرونو او رغونو غوړولې ده .
خلک د يو نېکمرغه او سوله ايز ژوند په هيله په خپل ورځني کار بوخت دي، چې ناڅاپه د پاکستان توغنديو د بريدونو موخه ګرځي ، تورې دوړې او خاورې له ځمکې هوا ته پورته کېږي، خلک يوې خوا او بلې خواته منډې وهي، او هڅه کوي ، چې خپل ځان او مال په امن کړي.
پاکستان پدې بريدونو سره يو ځل بيا د کونړ دروند ولس د خپلو خپلوانو او عزيزانو په مرګ ژوبلې سره غمجن او دردمن کوي، او دا يې هم په ډاګه کړه ، چې د پخوا په څېر خپله افغاني ضد کړنلاره پرمخ بيايي ، او د خپلو کرغېړنو موخو څخه يو ګام پر شاه شوي ندي.
ددوی په خبرو او کړنو کې لاهم ستر توپير شته دی، او نه غواړي، چې زمونږ په ګران هېواد کې باعزته سوله او روغه رامنځ ته شي.
د کولن ښار ميشينيش د افغانانو کلتوري ټولنه ددې تر څنګ چې په کونړ ولايت او د هېواد په نورو سيمو باندې د پاکستان د توغيديو بريدونه په کلکو ټکو غندي، په نړيوالو ږغ کوي ، چې د پاکستان دداسې ظالمانه کړنو مخه ونيسي .

د کلتوري ټولنې ټول غړي پدې ټينګ باور لري هغه اور ، چې پاکستان زمونږ په خاوره بل کړيدی، يوه ورځ به يې خپله لمن وسوځوي.

د کمکي اختر په ویاړ دمبارکۍ پیغام

 

د جرمني په کولن ښار  ميشينيش   کې د افغانانو کلتوري ټولنه د کمکي  اختر په ویاړ ټولو لراو بر  افغانانو ته د زړه له تله مبارکي او نېکې هيلې وړاندې کوي

الله ج  دې د ټولو افغانانو عبادتونه په خپل دربار کې قبول او منظور وګرځوي ، او د الله ج د دربار څخه هیله لري،  چې دا کمکی اختر زمونږ په هيواد کې  دتل دپاره د خوښۍ  ، امن او سوکالۍ لامل  وګرځوي

د سردار عارف وزیر او ایران د تلونکو افغان مسافرو وحشیانه وژنه  په جرمني کې  د افغانانو د کلتوري ټولنې لخوا د یو لیک په ترڅ کې وغندل شوه

 

په لر او بر افغان خاوره د کلونو راهیسې د بې ګناه  افغانانو وینه تويېدنه د یو منظم پلان لخوا د افغانانو د دښمنانو په ذریه تر سره کېږي ، د ا بې رحمه دوښمنان چې ډیری یې زمونږ ګاونډي او اسلامي هېوادونه دي، خو هيڅ اسلامي او انساني ارزښتونو ته درناوي نه کوي ، او په دېره بې دردۍ د اټک څخه تر واخانه افغانان په شهادت رسوي ، په کوچنیانو او ښځو یې  هم رحم نه کوي ، کورونه ، جوماتونه  ښوونځي ، پوهنتونونه ورته په کنډواله بدلوي.

د ګران هېواد دښمنانو پدې هم بسنه ونکړه ،  ایران ته په  لاره افغانان یې  په دېره بې دردۍ ووژل،  او بیا  یې د هغوی مړي د اسلامي او انساني ارزښتونو په خلاف په سیند لاهو کړل. ارواګانې دې  ښادې وي،  او جنتونه یې ځای شه ، د تولنې ټول غړي یې  د کورنیو سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي.

په ۱.۵.۲۰۲۰ زېږدیز کال روزل شوو ترهګرو په پښتونخوا کې سردار عارف وزیر د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښ او د لوې افغانستان د شعور درلونکی په ډېره بې دردۍ په شهادت ورساوه.

د جرمني په کولن ښار میشینیش کې د افغانانو کلتوري ټولنه سره له دې چې داسې  وحشیانه وژنې په کلکه غندي ، په افغانانو د یوالي غږ کوي, او د نړيوالو ددغه وحشیانه کړنو  د پلټنو غوښته کوي 

د ملي شهید سردار عارف وزیر اروا دې ښاده اوجنتونه یې ځای شه ،  د کورنۍ ، پښتون ژغورنې غورځنک او د ټولو لر او بر افغانانو سره په  دې دروند او ستر غم کې ځان شریک ګڼي

د مبارکۍ پیغام

په جرمني کې د افغانانو کلتوري ټولنې ټول غړي ټولو لر اوبر درنو  افغانانو ته  د ولسمشر اشرف غني د بیا ولسمشر کېدو مبارکي وايي، او هیله لري چې راتلونکې پنځه کلونه د ګران هېواد د پرمختګ او سوکالۍ کلونه وي.

او د ولسمشر څخه  په ګران هېواد کې د جمهوریت د پیاوړي کولو، د ملی ارزښتونو د ساتلو،  د ملي ،‌دیني او افغاني ارزښتونو د پاللو، او د باعزته سولې د راوستلو هیله لري.

د کلتوري ټولنې ټول غړي د ولسمشر اشرف غني په کلکه غوښتنه کوي ، چې د تېر په څېر له چا سره خپل واک شریک نه کړي،‌ او د هیچا فشار او زور ته غاړه کېنږدي ،‌ او هغه  افغانانو ته دندې وسپاري چې کاري وړتیا ولري،‌او د ګران هېواد اساسي قانون ،  تمامي ارضیت او ملي ارزښتونو ته درناوی ولري ، تر څو په راتلونکې کې یو  پر مختللی ، سوکاله او په ځان بسیا ګران هېواد ولرو

د پښتنو د نه منلو یا نه اوریدلو خوب

 

لیکنه . جرمنی لیکوال ویلي ګېرمونډ ۲۰۱۸ زېږدیز کال

ژباړه . ډاګټر لونګ يوسفزی

د پاکستان په وزیرستان کې د وښو د زېلو په څېر یو خوځښت بې د زور زیاتي ( عدم تشدد )  د خپلو حقوقو د پاره  مبارزه کوي

يو ژڼی پښتون، کوم چې د پاکستان جنرالان ډېر  ډار کړي دي، په ډېر سخت باران کې د موټر څخه راکوزېږي .

د اسلام اباد د بازار په سیکټور یولس په کم رنګه خالت ، او تورتمي کونجونو کې چې یو څه پکې شوي دي ، ښکاري داسې چې منظور پشتین ترې هیڅ د ډار احساس نه کوي، په داسې يو هېوادکې چې په هر ځای کې تعصب ( کینې ) ، زور زېاتي سنګر نیولی وي ( کمین نیولی وي )

پشتین وايي ٬ ځینې وخت کې دلته ویده کېږم٬  د ناستې په یوه  توشک ، کله چې هغه ستړی شي  ، په پنځم چت کې یې کور دی،  ټول تش دی ، یواځینی د کور سامان یې  د ناستې توشک دی . په خوښۍ سره د مېلمه په اوږه لاس ږدی ، او زېاتوي چې ٬زه په یو ځای ډېر نه پاتې کېږم٬

ددې سره  یې هیله دا وه ،‌ د حیوناتو ( ژوي) د  ځوان ډاکټر  چې ورو سته د ازموینې څخه یې د یوه ژوی درملنه نه ده کړي ، کوم چې  د پاکستان د یو نوم بدي ځای ډیره اسماعیل خان وزیرستان دی ،  څرګندوي چې  ٬ مونږ فقط غواړو، چې د پاکستان قانون زمونږ د پاره هم وي، مونږ د نورو پاکستانیانو په څېر حقوق غواړو ٬

د پاکستان پارلمان اوس نوې قانون جوړ ( پاس ) کړ ، چې ددې قانون له مخې به دغه علاقې ټولې د هېواد سره وتړل شې ،او هغه پخواني ځایي قوانین یې  د منځه یوړل ، خو پشتین او ورسره ملګري یې وایي،  دا بسنه نه کوي،

پخوانی د زده کونکو مشر  خپل ځایي بد حالت تل  د لاسونو په  اشارو داسې  تشریح کوي ٬  ۱۴۰۰۰ کسان زاړه کسان زمونږ تېر کال وژل شوي او یا ورک شوي دی چې هیځ درک یې نه شته ، مونږ غواړو چې ددې کړنو مسئول مالوم شي ، مونږ انصاف غواړو٬

پشتین یوه خولۍ هم د کوړۍ ویښتانو د پاسه کلکه په سر کوي ، د کوم  په جوړولو کې چې د قالینو ( سترنجۍ یا درۍ ) د موادو څخه ګټه پورته کېږي ، او په مزار شریف افغانستان کې جوړېږي ، خو اوس ورته څوک د مزارۍ نوم نه اخلي ، بلکې د پشتین د خولۍ په نوم یادېږي، او په بازار کې هم کمې پیداکېږي ، ځکه هر سړی همدا خولۍ پېري

د څلورو کالو راپدېخوا د پښتنو د حقوقو د پاره مبارزه کوي ، خو په ټولېز ډول یې په مارچ په ۲۰۱۸ کې داسلام اباد په لور د لاریون غږ وکړ، او په ناڅاپي ډول زرونو خلکو د پشتین په مشرۍ لاریون پیل کړ ٬ ما هیڅ باور نه کاوه ، چې یو ناڅاپه دومره ډېرې موټرې خلک زمونږ پسې شوې٬

علت ددې ستر لاریون دیو ځوان پښتون  نقیب الله مسید د پاکستان په لوی اقتصادي ښار کراچۍ کې د پولیسو د مشر راوانوار په ذریه ښکاره وژنه وه، د پولیسو مشر دعوه وکړه چې دا د تالیبانو پټ پلوي دی، کوم چې د پاکستان د څارګرې ادارې په امر وژنې کوي ، راوانوار د نقیب دژوندي نیولو زیار ځکه ونه ویست ، چې  که چېرته ژوندي نېول شوی وای، نو دا پروسه به د محکمې دلارې اوږده وه ، نو ځکه یې وواژه

په کراچۍ کې يو نوموتي خبریال یا ژورنالیست ددې خبرې پخلی هم وکړ ٬ پښتنو  سره په  هر ځاې کې توپیري چلند کېږي او تنګول کېږي ٬

په ټوله نړۍ او پاکستان کې داسې فکر او تصور دی، چې د پښتنولۍ د احساس سره   وحشي قبیلوي جنګ کونکي د اوږدې ږیرې ،  او اوږده ویښتانو سره چې په ښې لاس کې قران او چپ لاس کې ډک شوې کلاشینکوف وي.

خو د بل خوا پښتانه د عدم تشدد یو تاریخي کلتور او فلسفه لري ،  کوم  چې باچاخان چې د محاتمه ګاندې د لارې ملګری وو، چې وروسته د پاکستان د جوړېدو،  اوهم د انګریزانو په وخت کې ډېر عمر په زندان کې تېر کړی دی ، د عدم تشدد د لارې خپله مبارزه کړی ده، چې ډېری پښتانه یې نه پېژني ، ځکه چې په پاکستان کې د ښوونځې په کتابونو  کې ترې  هیڅ یادونه نه ده شوی،‌ چې په دې خبره منظور پشتین هم پوهېږي

کله چې دا  پوښتنه رامنځ ته کېږي ،  چې تاسې د عدم تشدد په پل قدم کږدئ، پشتین په جواب کې وایي ٬ ځینې خلک راته باچاخان وایي ، ځینې راته چې ګویرا( د کیوبا یو ازادي غوښتنکی وو) وایي، خو زه ساده منظور پشتین یم٬

د هغې یو ساده خوب چې پښتانه په  پاکستان کې د ریاست او ادارو لخوا زیانمن نه شې ، د پاکستان قدرت مند او پیاړي جنرالانو او سیاسی ګوندونو مشرانو خوبونه تښتولی او ډارولي دي

د پاکستان څارګرې ادارې ای ایس ای یو پټ لیک ټول ځانګړو ادارو ، تلویزنونو ، اخبارونو ته استولې،‌ چې په پاکستاني ریاست، فوځ او څارګرو ادارو ،  عمران خان او د هغې په پارټۍ به هیڅ نیوکه نه کوئ ،‌او هم به په  پښتون ژغورنې غورځنګ خبر نه خپروئ

پښتنو مخکې د خپل ژوند د ښه کولو په پار  د ډېرو ګوندنو پورې خپلې هیلې وتړلې ، لکه د مولانا فضل الرحمان ، عوامي نیشنل پارټۍ، د عمران خان پارتۍ ، دې ټولو ته یې وټونه ورکړل او کامیاب هم شو .

خو د اسلام اباد يو پښتون اوسېدونکې وويل ، کوم چې څلور کاله پخوا د وزیرستان څخه تښتېدلی دی ٬ د پښتون ژغورنې غورځنګ زمونږ يواځنۍ هیله ده ٬

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نه غواړي چې په پارلماني ټاکنو کې برخه   واخلی ، خو سره ددې څخه ټول سیاسی ګوندونه ددوی د اغېز څخه چې په پښتنو یې لري،  ډار لري، او په دې پوهېږي چې بیا به ورته ټاکنې په ډېره لوړه بیه تمامې شي.

کله چې دې غورځنګ په کراچۍ کې دیو ستر لاریون اعلان وکړ، نو سیاسي ګوندونو هم د یوې غونډې اعلان وکړ،‌ لکه څنګه چې دا غورځنګ په خواله رسنیو کې ډېر فعال دی، نو دا ورته هیڅ ستونځمنه نه وه ،‌  نو خپله غونډه او لاریون یې یوه ورځ وروسته کړ. پاکستاني ادارو ډېر زیار وویست چې پشتن ددې غونډې راوګرځوي، د الوتکې د لارې یې اجازه ورنګړه ، د ځمکې د لارې په تګ کې یې ورته هم ډېر خنډونه رامنځ ته کړل، خو پشتین یې راونه ګرځاوه، د غونډې په ځای کې پرې انټرنیټ او برښنا بنده کړه ، خو سره ددې هم پشتین ورته  په څرکند ډول ويل ٬ محاکم ، پارلمان ټول د فوځ لخوا یرغمل شوي دي ، دا ډول نظام باید نور دمنځه لاړ شي٬

خو پشتین په وړاندې جنرالان وایی چې ٬ پشتین د بهرنیانو هند او افغانستان اجندا پر مخ وړي 

په فوځ نوموتی نیوکه کونکی د بنده ازاد شو

ژباړه : ډاګټر لونګ يوسفزی

په فوځ نیوکه کونکی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د بنده ازاد شو. او وروسته په خوښۍ تر کوره بدرګه شو

په پاکستان کې نوموتی په فوځ نیوکه کونکی فعال منظور احمد پشتین په ضمانت ازاد شو ، ددې خبرې پخلی د پاکستان په پارلمان کې د خلکو استازي محسین داوړ او د منظور احمد پشتین وکیل د درینۍ ( سې شنبې )‌ په ورځ وکړ.

په خواله رسنيوو کې لیدل کېږي، چې د پشتون ژغورنې غورځنګ مشر په موټر کې دی، د خپلو سلګونو پلویانو په منځ کې ډېر په  قراره د خپل کور په لور روان دی، خپل لاس خوځوي ، او ګلان پرې شیندل کېږی

د حکومت لخوا په لومړي ځل نیول کېږي ، په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې یې  پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ کړ، کوم چې  د پښتنو د حقوقو د پاره مبارزه کوي،  او د زرونو خلکو سره یې يو ځای د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو د پاره لاریونونه وکړل

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان حکومت يو په بل تورونه پورې کوي. پښتانه په دغه هېوادکې لږکي دي. شمال لویدیځ ته د افغانستان سره په پوله پراته دي، دوی د پاکستان د حکومت او ساتونکي ځواکونو څخه خطر انګېري .

د پشتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان فوځ د خلکو په  قصدي وژنه او ورکولو تورنوي، خو د پاکستان فوځ دا تورونه ردوي

پښتون ژغورنې غورځنګ سويډن د مرکزي کمېټې لپاره د ټاکنو راپور. نن (23/02/2020

 

نن (23/02/2020) د سويډن په مالمو ښار کې د مرکزي کمېټې دپاره ټاکنې په سويډن کې د ټاکنو کميسيون غړو، ډاکټر صاحب حکمت او نياز پياوړي صاحب تر نظارت لاندې تر سره شوې.
په ټاکنو کې رايې ورکونکې (الېکټورل کالج):
1. د سويډن مرکزي کمېټۍ او مشاورتي جرګه.
2. د مالمو ښاري کمېټۍ او مشاورتي جرګه.
3. د سټوکهولم ښاري کمېټۍ او مشاورتي جرګه.
4. د اورېبرو ښاري کمېټۍ او مشاورتي جرګه.

د ټاکنو د کمیسیون مسؤلینو د پينځګونو دندو لپاره لاندې شپږ کسان معرفي او هر يو يې په جلا ډول رايې اچونې ته وړاندې کړل.

١ ښاغلى منصور ترين، مشر.
٢. ښاغلى ډاکټر صيب محمد نعيم مفتون، معاون.
٣. ښاغلى ډاکټر ميرزا ګل نصار د بشري حقونو او بين المللي ادارو سره د روابطو د مسؤل.
٤. ښاغلى ولايت خان اميد ځدراڼ د مالي چارو د مسؤل.
٥. د مطبوعاتو او عامه روابطو لپاره دوه کسان هر يو ښاغلى محب نيازمند او ښاغلی وارث خان هوتک کانديدان وو.

رايې په علني ډول مستقیم وکارېدې چې لومړي څلور مسؤلين د رايو په اتفاق د ټولو په خوښه اړوندو چارو ته انتخاب شول.
د مطبوعاتو او عامه روابطو په نوماندانو کې ښاغلى وارث خان هوتک له خپلې کانديدۍ څخه تېر شو او ښاغلى محب نيازمند د ټولو رايو په اخستلو سره بريالى سو.

د يادونې وړ ده چې د سويډن سټاکهولم او اوېربرو کميټو د ټيلفون لارې خپلې رايې وکارولې او هغوى هم په اتفاق سره ياد کسان تائید کړل.

په درنښت,
د سويډن پي ټي ايم د ټاکنو کميسيون:
ډاکټر حکمت الله حکمت

نياز پياوړى

 

د افغانانو د کلتوري ټولنې لخوا د مبارکۍ پیغام

 

نن د د سلواغې ۲۹ مه چې د فبروري د ۱۸مې ۲۰۲۰زېږدیز کال سره سمون خوري ، د ټاکنو خپلواک کمېسون محمد اشرف غنی په  ولسمشریزو ټاکنو کې په  ۵۰،۶۴ سلمه رایې اخستو ، ګټونکی اعلان کړ

د جرمني په کولن ښار میشینیش کې د افغانانو کلتوري ټولنه ښاغلي اشرف غني او ټولو لر او بر افغانانو ته ددې سترې بریا مبارکي وایي ، او دا بریا د ستر افغان  ملت بریا بولي.

او همدارنګه په ټولو افغانانو غږ کوي ، چې نور د سیالۍ وخت تېر شو ، د  ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ وکړئ، او نور دې څلوېښت کلنې غمیزې ته د پای ټکی کښېږدئ.

ولسمشر اشرف غني ته سپارښتنه کوي ، چې د سولې په راوستو کې کوټلي ګامونه پورته کړي ، چې په راتلونکي کې يو سوکاله  ، په ځان بسیا اوپرمختللی ګران هېواد افغانستان ولرو

جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بلنلیک

ټولو جرمن مېشتو درنو او ویاړلو پښتنو افغانانو ته

د پښتون ژغورنې غورځنګ ټاکنیزه ډلګۍ ( الیکشن کمېشن) د جرمني د کور کمېټې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د بهرنیو اړېکو د مشر په همغږۍ سره د 2020 کال د جنورۍ په 11مه نېټه د جرمني پي ټي اېم د مرکزي ډلې ( کورکمېټې) د نوې مشرتابه لپاره ټاکنې تر سره کوي.
له تاسې ویاړلو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د ټاکنو په ورځ په پوره ایماندارۍ سره برخه واخلئ او دې پروسې ته لا ډېر اعتبار ورکړئ.

په پښتنه مینه

د جرمني ټاکنیزه ډله (اېلکشن کمېشن)
11.01.2020 : نېټه
وخت: 14:00
پته:
‏Konrad-Adenauer-Straße 104
‏42651 Solingen – Germany
……………………………………………….
د ټاکنو څرنګوالی:

د جرمني مرکزي ډله ( کور کمېټۍ) د کمېټۍ له مشر، مرستېالانو او د څانګو د مشرانو او مرستېالانو څخه جوړه ده، چې ېوه سلاکاره ېا مشورتي جرګه به هم لري.
ټاکنې به د ټول جرمني په کچه ترسره کیږي، څو هر ریښتینی پښتون/ افغان پکې برخه واخلي او که وغواړي، ځان د پې ټې ایم جرمني مشرتابه لاندي پوستونو ته نوماندېدلای شي.
ـ مشر
ـ مالي چارو مشر
ـ رسنیزو چارو مشر
ـ اړیکو چارو مشر
ـ د بشري حقونو چارو مشر

ټاکنې به د اېلکشن کمېشن تر څارنې لاندې په خپلواکه ولسواکه، او شفاف ډول تر سره کېږي او رایه به په پټه کارېږي.

د نوماندۍ شرطونه:

۱- مشر به خامخا په الماني ژبه پوره برلاسی وي او که انګرېزي ژبه او یا نوري ژبې یې زده وي، نو دا به لا ښه وي.
۲ – مشرتابه به د دوه کلونو لپاره ټاکل کېږي.

۳ – د پښتو، پښتونولۍ او قامي مبارزې سره به یې تړاو لرلی وي او لري به یې.

۴ – د ټاکنو په ورځ به په لنډو ټکو کښې خپل کاري پلان روښانه کوي.
۵ – مشر به دټېم په بڼه خپل دوه مرستېالان هم د ټاکنو په ورځ اعلانوي.

۶ – د رسنیزو چارو مشر به د جرمني د کور کمېټۍ د ویاند دنده په غاړه لري.

۷ – د رسنیزو چارو مشر به د جرمني د کور کمېټۍ په سلا او مشوره د رسمي او ټولنېزو رسنيو له لارې غونډې، خبرتېاوې او اعلامیې شریکوي او ورسره به د جرمني پې ټې اېم درېځ نړیوالو ته روښانه کوي.

۸ – د مالي چارو په مشر باندې به د درغلۍ او فساد تورونه نه وي لګېدلي.

۹ – د اړیکو د چارو مشر به د غورځنګ لپاره د ملاتړ او غړو په موندلو کې فعالې هڅې کوي.

۱۰- د بشری حقونو د کميټې مشر به د جرمني او اروپایې ټولنې په قوانینو پوه وي، دی به د پښتو تر څنګ په جرمني او انګليسي ژبو بشپړ لاس بری اوسی.
د زده کړو کچه یی باید چی د ماسټرۍ نه کمه نه وي.

۱۱- د مرکزي ډلې ( کور کمېټې) د نورو څانګو مشران هم داړتیا پربنسټ له یوه څخه ډیر مرستیالان له ځانه سره یو ځای نوماندولی شي.

که چېرې دټاکنیزې ډلګۍ ( اېلکشن کمېشن) کوم غړی وغواړي، چې مشرۍ ته ځان نوماند کړي، نو د جنوري تر نهمې نېټې پورې به خامخا خپله استعفا ټاکنیزې ډلګۍ (اېلکشن کمېشن) ته وړاندې کوي.

سلاکاره یا مشورتي جرګه به په خپله خوښه که وغواړي د ټاکنو د اوسني کمېسون دغړو، د جرمني پخوانۍ کور کمېټۍ له غړو او ېو شمیر فعالو ځوانانو او مشرانو جوړه وي.
که شونې وه په جرمني کې د سېاسي ګوندونو او ټولنو نه یو یو کس، كه چېرې وغواړي دمشورتي جرګې غړی کیدلی شي.
مشورتي جرګه به د پې ټې اېم جرمني کور کمېټۍ سره په هر برخه کې مرسته کوي او مشورې ورکوي.

درانه نوماندان دې دنوماندۍ غوښتنلیکونه د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې ټاکنیزې ډلې (اېلکشن کمېشن) ته پر لاندي برېښنالیک یا وتساپ راولېږي.

Email:ptmgermanyelectioncommission@gmail.com
+49 162 1356202

پښتون ته ژوندون غواړو

د جرمني په کولن ښار کې د ډاکټر ناکامورا د مړینې ویر غونډه

 

نن  د ډیسمبر په شپږمه ۲۰۱۹ زیږدیز کال د جمعې  له لمانڅه وروسته  د افغانانو په کلتوري مرکز کولن ښار میشینیش کې  افغانانو د یو ستر انسان او خدمتګار  ډاکټر تېتسو ناکامورا په ویر غونډه وکړه،  او ددغه ستر انسان او ورسره  پنځه افغان همکارانو په مړینه  خواخوږي وکړه

ډاکتر ناکامورا چې په افغانانو کې د دېرې مینې په کاکا مراد پېژندل کېده ، ۲۲کاله یې د افغانستان په ختيځو ولایتونو او په ځانګړي ډول کوز کونړ ننګرهار کې ډېر نه هېریدونکی چوپر کړی دی ، چې ددرملنې څخه پیل د اوبو د مدیریت ، کرنې او اوبو لګولو سيستم د جوړولو په برخه کې ډېرې پروژې بشپړې کړي دي په ورستېو کې ورته د هېواد ګران ولسمشر د کاکا مراد د  ستر چوپړ په پایله کې د ګران هېواد تابعت او  دولتی مډال هم ورکړ، خو دګران هېواد قسم خوړلي دښمنانو دا ستره هستي په افغانانو پېرزو نه شوه ، او د خپلو پنځو افغان همکارانو سره یې په ډېره بې دردۍ په شهادت ورساوه، روحونه یې ښاد او یاد به یې تل د افغانانو په زړنو کې پاتې وي

په جرمنی کې د کولن ښار میشینش د افغانانو کلتوري ټولنه په ټولو افغانانو غږ کوي ، چې د کاکا مراد فکر ته کار وکړئ‌،‌ او دهغه تګلاره خپله کړئ ، او دخپلو ملی ځواکونو سره د تل دپاره مرسته وکړئ ، چې په راتلونکې کې دداسې غمیزو څخه وژغورل شو ، او دننګرهار د والی شامحمود میاخېل څخه مننه کوو او ستایو یې ، چې دوژونکو د میندلو د پاره یې د خپلې ځانګړې پانګې څخه يو میلون افغانۍ  جایزه اعلان کړه

 

Show Buttons
Hide Buttons