Afghanischer Kulturverein Meschenich E.V. afghanischerkulturverein@gmail.com

د پښتنو يو نه اوریدونکی اویا د نه منلو وړ خوب

لیکنه . جرمنی لیکوال ویلي ګېرمونډ ۲۰۱۸ زېږدیز کال

ژباړه . ډاګټر لونګ يوسفزی

د پاکستان په وزیرستان کې د وښو د زېلو په څېر یو خوځښت بې د زور زیاتي ( عدم تشدد )  د خپلو حقوقو د پاره  مبارزه کوي

يو ژڼی پښتون، کوم چې د پاکستان جنرالان ډېر  ډار کړي دي، په ډېر سخت باران کې د موټر څخ راکوزېږي .

د اسلام اباد د بازار په سیکټور یولس په کم رنګه خالت ، او تورتمي کونحجونو کې چې یو څه پکې شوي دي ، ښکاري داسې چې منظور پشتین ترې هیڅ د ډار احساس نه کوي، په داسې يو هېوادکې چې په هر ځای کې تعصب ( کینې ) ، زور زېاتي سنګر نیولی وي ( کمین نیولی وي )

پشتین وايي ٬ ځینې وخت کې دلته ویده کېږم٬  د ناستې په یوه  توشک ، کله چې هغه ستړی شي  ، په پنځم چت کې کور دی ټول تش دی ، یواځینی د کور سامان یې  د ناستې توشک دی . په خوښۍ سره د مېلمه په اوږه لاس ږدی ، او زېاتوي چې ٬زه په یو ځای ډېر نه پاتې کېږم٬

ددې سره  یې هیله دا وه ،‌ د خیوناتو ( ژوي) د  ځوان ډاکټر  چې ورو سته د ازموینې څخه یې د یوه ژوی درملنه نه ده کړي ، کوم چې  د پاکستان د یو نوم بدي ځای ډیره اسماعیل خان وزیرستان دی ،  څرګنده کړي ٬ مونږ فقط غواړو، چې د پاکستان قانون زمونږ د پاره هم وي، مونږ د نورو پاکستانیانو په څېر حقوق غواړو ٬

د پاکستان پارلمان اوس نوې قانون جوړ ( پاس ) کړ ، چې ددې قانون له مخې به دغه علاقې ټولې د هېواد سره وتړل شې ،او هغه پخواني ځایي قوانین د منځه یوړل ، خو پشتین او ورسره ملګري یې وایي دا بسنه نه کوي،

پخوانی د زده کونکو مشر  خپل بد حالت تل  د لاسونو په  اشارو داسې  تشریح کوي ٬  ۱۴۰۰۰ کسان زاړه کسان زمونږ تېر کال وژل شوي او یا ورک شوي دی چې هیځ درک یې نه شته ، مونږ غواړو چې ددې کړنو مسئول مالوم شي ، مونږ انصاف غواړو٬

پشتین یوه خولۍ هم د کوړۍ ویښتانو د پاسه کلکه په سر کوي ، د کوم  په جوړولو کې چې د قالینو ( سترنجۍ یا درۍ ) موادو څخه ګټه پورته کېږي ، او په مزار شریف افغانستان کې جوړېږي ، خو اوس ورته څوک د مزارۍ نوم نه اخلي ، بلکې د پشتین د خولۍ په نوم یادېږي، او په بازار کې هم کمې پیداکېږي ، ځکه هر سړی همدا خولۍ پېري

د څلورو کالو راپدېخوا د پښتنو د حقوقو د پاره مبارزه کوي ، خو په ټولېز ډول یې په مارچ په ۲۰۱۸ کې داسلام اباد په لور د لاریون غږ وکړ، او په ناڅاپي ډول زرونو خلکو د پشتین په مشرۍ لاریون پیل کړ ٬ ما هیڅ باور نه کاوه ، چې یو ناڅاپه دومره ډېرې موټرې خلک زمونږ پسې شوې٬

علت ددې ستر لاریون دیو ځوان پښتون  نقیب الله مسید د پاکستان په لوی اقتصادي ښار کراچۍ کې د پولیسو د مشر راوانوار په ذریه ښکاره وژنه وه، د پولیسو مشر دعوه وکړه چې دا د تالیبانو پټ پلوي دی، کوم چې د پاکستان د څارګرې ادارې په امر وژنې کوي ، د نقیب دژوندي نیولو زیار ځکه ونه ویست ، چې  که چېرته ژوندي نېول شوی وای، نو دا پروسه به د محکمې دلارې اوږده وه ، نو ځکه یې وواژه

په کراچۍ کې يو نوموتي خبریال یا ژورنالیست دا خبره هم وکړه ٬ پښتنو  سره په  هر ځاې کې توپیري چلند کېږي او تنګول کېږي ٬

په ټوله نړۍ او پاکستان کې داسې فکر او تصور دی، چې د پښتنولۍ د احساس سره   وحشي قبیلوي جنګ کونکي د اوږدې ږیرې ،  او اوږده ویښتانو سره چې په ښې لاس کې قران او چپ لاس کې ډک شوې کلاشینکوف وي.

خو د بل خوا پښتانه د عدم تشدد یو تاریخي کلتور او فلسفه لري ، د کوم تراح چې باچاخان چې د محاتمه ګاندې د لارې ملګری وو، چې وروسته اوهم د انګریزانو په وخت کې ډېر عمر په زندان کې تېر کړی دی ، د عدم تشدد د لارې خپله مبارزه کړی ده، چې ډېری پښتانه یې نه پېزني ، ځکه چې په پاکستان کې د ښوونځې په کتابونو  کې ترې  هیڅ یادونه نه ده شوی،‌ چې په دې خبره منظور پشتین هم پوهېږي

کله چې دا  پوښتنه رامنځ ته کېږي ،  چې تاسې د عدم تشدد په پل قدم کږدئ، پشتین په جواب کې وایي ٬ ځینې خلک راته باچاخان وایي ، ځینې راته چې ګویرا( د کیوبا یو ازادي غوښتنکی وو) وایي، خو زه ساده منظور پشتین یم٬

د هغې یو ساده خوب چې پښتانه په  پاکستان کې د ریاست او ادارو لخوا زیانمن نه شې ، د پاکستان قدرت مند او پیاړي جنرالانو او سیاسی ګوندونو مشرانو خوبونه تښتولی او ډارولي دي

د پاکستان څارګرې ادارې ای ایس ای یو پټ لیک ټول ځانګړو ادارو ، تلویزنونو ، اخبارونو ته استولې،‌ چې په پاکستاني ریاست، فوځ او څارګرو ادارو ،  عمران خان او د هغې په پارټۍ به هیڅ نیوکه نه کوئ ،‌او هم به په  پښتون ژغورنې غورځنګ خبر نه خپروئ

پښتنو مخکې د خپل ژوند د ښه کولو په پار  د ډېرو ګوندنو پورې خپلې هیلې وتړلې ، لکه د مولانا فضل الرحمان ، عوامي نیشنل پارټۍ، د عمران خان پارتۍ ، دې ټولو ته یې وټونه ورکړل او کامیاب هم شو .

خو د اسلام اباد يو پښتون اوسېدونکې وويل ، کوم چې څلور کاله پخوا د وزیرستان څخه تښتېدلی دی ٬ د پښتون ژغورنې غورځنګ زمونږ يواځنۍ هیله ده ٬

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نه غواړي چې په پارلماني ټاکنو کې برخه نه  اخلی ، خو سره ددې څخه ټول سیاسی ګوندونه ددوی د اغېز څخه په پښتنو  ډار لري، او په دې پوهېږي چې بیا به ورته ټاکنې په ډېره لوړه بیه تمامې شي.

کله چې دې غورځنګ په کراچۍ کې دیو ستر لاریون اعلان وکړ، نو سیاسي ګوندونو هم د یوې غونډې اعلان وکړ،‌ لکه څنګه چې دا غورځنګ په خواله رسنیو کې ډېر فعال دی، نو دا ورته هیڅ ستونځمنه نه وه ،‌  نو خپله غونډه او لاریون یې یوه ورځ وروسته کړ. پاکستانی ادارو ډېر زیار وویست چې پشتن ددې غونډې راوګرځوي، د الوتکې د لارې یې اجازه ورنګړه ، د ځمکې د لارې په تګ کې یې ورته هم ډېر خنډونه رامنځ ته کړل، خو پشتین یې راونه ګرځاوه، د غونډې په ځای کې پرې انټرنیټ او برښنا بنده کړه ، خو سره ددې هم پشتین ورته  په څرکند ډول ويل ٬ محاکم ، پارلمان ټول د فوځ لخوا یرغمل شوي دي ، دا ډول نظام باید نور دمنځه لاړ شي٬

خو پشتین په وړاندې جنرالان وایی چې ٬ پشتین د بهرنیانو هند او افغانستان اجندا پر مخ وړي ٬

 

Show Buttons
Hide Buttons