Afghanischer Kulturverein Meschenich E.V. afghanischerkulturverein@gmail.com

د سردار عارف وزیر او ایران د تلونکو افغان مسافرو وحشیانه وژنه  په جرمني کې  د افغانانو د کلتوري ټولنې لخوا د یو لیک په ترڅ کې وغندل شوه

 

په لر او بر افغان خاوره د کلونو راهیسې د بې ګناه  افغانانو وینه تويېدنه د یو منظم پلان لخوا د افغانانو د دښمنانو په ذریه تر سره کېږي ، د ا بې رحمه دوښمنان چې ډیری یې زمونږ ګاونډي او اسلامي هېوادونه دي، خو هيڅ اسلامي او انساني ارزښتونو ته درناوي نه کوي ، او په دېره بې دردۍ د اټک څخه تر واخانه افغانان په شهادت رسوي ، په کوچنیانو او ښځو یې  هم رحم نه کوي ، کورونه ، جوماتونه  ښوونځي ، پوهنتونونه ورته په کنډواله بدلوي.

د ګران هېواد دښمنانو پدې هم بسنه ونکړه ،  ایران ته په  لاره افغانان یې  په دېره بې دردۍ ووژل،  او بیا  یې د هغوی مړي د اسلامي او انساني ارزښتونو په خلاف په سیند لاهو کړل. ارواګانې دې  ښادې وي،  او جنتونه یې ځای شه ، د تولنې ټول غړي یې  د کورنیو سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي.

په ۱.۵.۲۰۲۰ زېږدیز کال روزل شوو ترهګرو په پښتونخوا کې سردار عارف وزیر د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښ او د لوې افغانستان د شعور درلونکی په ډېره بې دردۍ په شهادت ورساوه.

د جرمني په کولن ښار میشینیش کې د افغانانو کلتوري ټولنه سره له دې چې داسې  وحشیانه وژنې په کلکه غندي ، په افغانانو د یوالي غږ کوي, او د نړيوالو ددغه وحشیانه کړنو  د پلټنو غوښته کوي 

د ملي شهید سردار عارف وزیر اروا دې ښاده اوجنتونه یې ځای شه ،  د کورنۍ ، پښتون ژغورنې غورځنک او د ټولو لر او بر افغانانو سره په  دې دروند او ستر غم کې ځان شریک ګڼي

Schreibe einen Kommentar

Deine E-Mail-Adresse wird nicht veröffentlicht. Erforderliche Felder sind mit * markiert.

Show Buttons
Hide Buttons