Afghanischer Kulturverein Meschenich E.V. afghanischerkulturverein@gmail.com

په کونړ د توغنديو بريدونه په کلکو ټکو غندو

 

سهار دی د لمر زرينو وړانګو خپله لمن د کونړ ولايت د سرکاڼو او مرورې والسواليو په کليو او بانډو ، کروندو، ښکلو غرونو او رغونو غوړولې ده .
خلک د يو نېکمرغه او سوله ايز ژوند په هيله په خپل ورځني کار بوخت دي، چې ناڅاپه د پاکستان توغنديو د بريدونو موخه ګرځي ، تورې دوړې او خاورې له ځمکې هوا ته پورته کېږي، خلک يوې خوا او بلې خواته منډې وهي، او هڅه کوي ، چې خپل ځان او مال په امن کړي.
پاکستان پدې بريدونو سره يو ځل بيا د کونړ دروند ولس د خپلو خپلوانو او عزيزانو په مرګ ژوبلې سره غمجن او دردمن کوي، او دا يې هم په ډاګه کړه ، چې د پخوا په څېر خپله افغاني ضد کړنلاره پرمخ بيايي ، او د خپلو کرغېړنو موخو څخه يو ګام پر شاه شوي ندي.
ددوی په خبرو او کړنو کې لاهم ستر توپير شته دی، او نه غواړي، چې زمونږ په ګران هېواد کې باعزته سوله او روغه رامنځ ته شي.
د کولن ښار ميشينيش د افغانانو کلتوري ټولنه ددې تر څنګ چې په کونړ ولايت او د هېواد په نورو سيمو باندې د پاکستان د توغيديو بريدونه په کلکو ټکو غندي، په نړيوالو ږغ کوي ، چې د پاکستان دداسې ظالمانه کړنو مخه ونيسي .

د کلتوري ټولنې ټول غړي پدې ټينګ باور لري هغه اور ، چې پاکستان زمونږ په خاوره بل کړيدی، يوه ورځ به يې خپله لمن وسوځوي.

Schreibe einen Kommentar

Deine E-Mail-Adresse wird nicht veröffentlicht. Erforderliche Felder sind mit * markiert.

Show Buttons
Hide Buttons