Afghanischer Kulturverein Meschenich E.V. afghanischerkulturverein@gmail.com

دافغانستان د خپلواکۍ ورځ

 

د ګران هېواد د خپلواکۍ بیرته  اخستونکی غازي امان الله خان يو زړور اود  ښکېلاک ضد او ازادي غوښتونکی سرتېری وو ، خپل ولس ته په کال ۱۲۹۷ د کب په نهمه په داسې حال کې چې د ملي ځواک جامې یې اغوستې وې،  د کابل ښاریانو او  افغان ملي ځواک ته وینا وکړه : „لومړی خپل ټول اصیل او ریښتوني ملت ته اعلان کوم،‌ او زېری ورکوم ،‌ چې ما د افغانیه سلطنت تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ او حاکمیت په نوم په سر کړ“، غازي زیاته کړه: 

„زما ګران ولسه ! زه دا پوځي جامې تر هغې نه وباسم ترڅو خپل مور هېواد ته د خپلواکۍ جامې چمتو نه کړم“.

غازي په کال ۱۲۹۸ د زمري په ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخستو  اعلان  وکړ ، په دې ورځ د افغانستان  خپلواکۍ نه یواځې دافغانستان بلکې د تولو اسیایي هېوادونو د انګریزي ښکېلاک څخه د  خپلواکۍ پیلامه وه.

په جرمني کې د کولن ښار میشینیش دافغانانو کلتوري ټولنه   ټولو لر او بر افغانانو ته د ګران هېواد د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وايي ،‌او د یو سوکاله ، په ځان بسیا او پرمختللي افغانستان هیله لري .

 

 

 

 

Schreibe einen Kommentar

Deine E-Mail-Adresse wird nicht veröffentlicht. Erforderliche Felder sind mit * markiert.

Show Buttons
Hide Buttons