Afghanischer Kulturverein Meschenich E.V. afghanischerkulturverein@gmail.com

اوس دسولې لوبه د افغانانو به لاس کې ده

 له ډېر ځنډ او خنډ څخه وروسته بالاخره د ۲۰۲۰ دسپټمبر په ۱۲مه نېټه د افغانانو تر منځ مخامخ خبرې د قطر ددوخې په ښار کې پیل شوې، او د افغاني لانجې د هواري د پاره یې کړکۍ پرانستله .

داسې اندېښنې شته دی، چې دا خبرې به ډېرې ستونزمنې وي، او دواړه اړخونه په ډېر نرمښت ونه ښايي، طالبان به رښتینې اوربند ته غاړه کښېنږدي، او د جمهوریت زیاتې لاس ته راوړنې به تر پوښتنې لاندې راوړي ، او دولت به هم لنډمهالي ( موقت ) حکومت ته چمتو نه شي ، خو هغه څه چې د افغان ولس هیلې یې زیاتې کړي دي ، هغه دادي، چې اوس د نېکه مرغه دافغاني غمیزې د هواري لپاره ملي ، سمیه ایزه ، او نړیواله اجماع رامنځ ته شویده او د بل وخت څخه زیاته پیاوړې ښکاري، بل داچې په جګړه کې ښکېل اړخونه دې پایلې ته رسېدلې دي ، چې افغاني لانجه پوځي حلاره نلري ، او هیڅ یولورې هم نشي کولای، چې په زور خپلو موخو ته ورسېږي. 

اوس نو د سولې دا لوبه ددواړو غاړو د مذکراتي ډلو په لا س کې ده ، افغانان او نړیوال ددوی خبرې او کړنې څاري، او د تاریخ د قضاوت څخه به هم خلاص نه شي.

افغان دردېدلی ولس په دواړو اړخونو باندې غږ کوي، چې خپل نېتونه افغاني کړي، او د هېواد کورني او بهرني دښمنانو ته وخت ورنکړی ، چې دسولې ددغه تاریخي خبرو په لاره کې خنډونه جوړ کړي، دوی باید افغان ولس او نړیوال ته وښايي، چې افغانان نه یواځې به جګړه کې غښتلي دي ، بلکې د خبرو، جرګو او فیصلو وړتیا هم لري ، او ګران افغانستان ګټې ورته تر هر څه زیات ارزښت لري.

د جرمني دکولن ښار میشینیش د افغانانو کلتوري ټولنه پداسې حال کې چې د سولې دروانو خبرو څخه په ټینګه ملاتړ کوي ، په دواړو غاړو غږ کوي ، چې د افغان ولس غږ واورئ، د سولې په خبرو کې رښتینې واوسئ، له نرمښت او زغم څخه کار واخلئ، او قرباني ورکړئ، او په دې توګه له دغه تاریخی فرصت څخه په ګټې اخستنې سره افغاني څلوېښت کلنې غمیزې ته د پای ټکی کېږدئ 

Schreibe einen Kommentar

Deine E-Mail-Adresse wird nicht veröffentlicht. Erforderliche Felder sind mit * markiert.

Show Buttons
Hide Buttons