Afghanischer Kulturverein Meschenich E.V. afghanischerkulturverein@gmail.com

د کابل په پوهنتون د ترهګريز بريد په کلکو ټکو غندنه کوو

 

 

د جرمني د کولن ښار ميشينيش د افغانانو کلتوري ټولنه په کابل پوهنتون د ترهګريز بريد په کلکو ټکو غندنه کوي.

د کلتوري ټولنې ټول غړي د شهيدانو ارواګانو ته دوعا کوي، او ټپيانو ته د الله ﷻ څخه د سملاسي روغتيا غوښتنه کوي، او همدارنګه د شهيدانو د کورنيو سره پدې ستر غمونو کې ځانونه شريک بولي.

په جرمني کې د افغانانو کلتوري ټولنه د ټولو افغانانو څخه  ، که د نړۍ په هر ګوډ کې ژوند کوي، د يوالي غوښتنه کوي، او هيله تري لري ، چې د خپل نظام او افغان ملي ځواک ملاتړ د ژوند تر پايه وکړي. 

زمونږ  شتون د نظام او ملي ځواک په ملاتړ کې دی.

د يو سوکاله ، پرمختللي ، او په ځان بسيا افغانستان په هيله

 

 

Schreibe einen Kommentar

Deine E-Mail-Adresse wird nicht veröffentlicht. Erforderliche Felder sind mit * markiert.

Show Buttons
Hide Buttons