Afghanischer Kulturverein Meschenich E.V. afghanischerkulturverein@gmail.com

غندنليک

په جرمني کې د کولن ښار ميشينيش د افغانانو کلتوري ټولنه د  خپلو ټولو غړو په استازيتوب د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د پاکستان د ولسي جرګې( پارلمان) غړي علي وزير نيول کېدل د پاکستان د رياست لخوا په کلکو ټکو غندي، او د سملاسي ازادېدو غوښتنه يې کوي، او همدارنګه د پاکستان د رياست دغه بې شرمانه کړنه د نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف بولي

د افغانانو د کلتوري ټولنې ټول غړي په نړيوالو غږ کوي، چې د پاکستان په حکومت تر هغې پورې زور راوړي، تر څو د ډيورند د فرضي کرښې دواړو خواوو پښتنو افغانانو د وژلو، نيولو، يرغمل کولو او ځورولو  لاس واخلي.

د لر او بر افغانانو د يوالي په هيله

د افغانانو کلتوري ټولنه کولن ښار ميشينيش جرمني

 

Schreibe einen Kommentar

Deine E-Mail-Adresse wird nicht veröffentlicht. Erforderliche Felder sind mit * markiert.

Show Buttons
Hide Buttons