Afghanischer Kulturverein Meschenich E.V. afghanischerkulturverein@gmail.com

د ګران هېواد يوې بلې هستۍ هم له دې نړۍسترګې پټې کړې

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ،چې


د ګران هېواد يو بل خدايي خدمتګار سميع الدين افغاني د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاد د پښتو او دري ژبې ښه ليکوال او

شاعر وو، د خپل قلم په څوکه يې د

افغانستان دواړو ژبو ته ډېر چوپړ کړی دی

په ګران هېواد او هېوادوالو مين سړيتوب وو، مونږ افغانان يې ددغه ستر چوپړ پوروړي يو.

د کولن ښار ميشينيش د افغانانو کلتوري ټولنې ټول غړي  د ارواښاد افغاني مړينه د ګران هېواد د پاره يو ستر ضايعه بولي، او کورنۍ سره يې په دې ستر غم کې ځانونه شريک ګڼي، او د اللهﷻ څخه ورته د ذغم غوښتنه کوي. 

اروا يې ښاده او جنتونه یې ځای شه، ياد به يې تل د افغانانو په زړونو کې پاتې وي.

د افغانانو کلتوري ټولنه کولن ښار ميشينيش جرمني

Schreibe einen Kommentar

Deine E-Mail-Adresse wird nicht veröffentlicht. Erforderliche Felder sind mit * markiert.

Show Buttons
Hide Buttons