Afghanischer Kulturverein Meschenich E.V. afghanischerkulturverein@gmail.com

د افغانانو د کلتوري ټولنې لخوا د مبارکۍ پیغام

 

نن د د سلواغې ۲۹ مه چې د فبروري د ۱۸مې ۲۰۲۰زېږدیز کال سره سمون خوري ، د ټاکنو خپلواک کمېسون محمد اشرف غنی په  ولسمشریزو ټاکنو کې په  ۵۰،۶۴ سلمه رایې اخستو ، ګټونکی اعلان کړ

د جرمني په کولن ښار میشینیش کې د افغانانو کلتوري ټولنه ښاغلي اشرف غني او ټولو لر او بر افغانانو ته ددې سترې بریا مبارکي وایي ، او دا بریا د ستر افغان  ملت بریا بولي.

او همدارنګه په ټولو افغانانو غږ کوي ، چې نور د سیالۍ وخت تېر شو ، د  ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ وکړئ، او نور دې څلوېښت کلنې غمیزې ته د پای ټکی کښېږدئ.

ولسمشر اشرف غني ته سپارښتنه کوي ، چې د سولې په راوستو کې کوټلي ګامونه پورته کړي ، چې په راتلونکي کې يو سوکاله  ، په ځان بسیا اوپرمختللی ګران هېواد افغانستان ولرو

جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بلنلیک

ټولو جرمن مېشتو درنو او ویاړلو پښتنو افغانانو ته

د پښتون ژغورنې غورځنګ ټاکنیزه ډلګۍ ( الیکشن کمېشن) د جرمني د کور کمېټې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د بهرنیو اړېکو د مشر په همغږۍ سره د 2020 کال د جنورۍ په 11مه نېټه د جرمني پي ټي اېم د مرکزي ډلې ( کورکمېټې) د نوې مشرتابه لپاره ټاکنې تر سره کوي.
له تاسې ویاړلو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د ټاکنو په ورځ په پوره ایماندارۍ سره برخه واخلئ او دې پروسې ته لا ډېر اعتبار ورکړئ.

په پښتنه مینه

د جرمني ټاکنیزه ډله (اېلکشن کمېشن)
11.01.2020 : نېټه
وخت: 14:00
پته:
‏Konrad-Adenauer-Straße 104
‏42651 Solingen – Germany
……………………………………………….
د ټاکنو څرنګوالی:

د جرمني مرکزي ډله ( کور کمېټۍ) د کمېټۍ له مشر، مرستېالانو او د څانګو د مشرانو او مرستېالانو څخه جوړه ده، چې ېوه سلاکاره ېا مشورتي جرګه به هم لري.
ټاکنې به د ټول جرمني په کچه ترسره کیږي، څو هر ریښتینی پښتون/ افغان پکې برخه واخلي او که وغواړي، ځان د پې ټې ایم جرمني مشرتابه لاندي پوستونو ته نوماندېدلای شي.
ـ مشر
ـ مالي چارو مشر
ـ رسنیزو چارو مشر
ـ اړیکو چارو مشر
ـ د بشري حقونو چارو مشر

ټاکنې به د اېلکشن کمېشن تر څارنې لاندې په خپلواکه ولسواکه، او شفاف ډول تر سره کېږي او رایه به په پټه کارېږي.

د نوماندۍ شرطونه:

۱- مشر به خامخا په الماني ژبه پوره برلاسی وي او که انګرېزي ژبه او یا نوري ژبې یې زده وي، نو دا به لا ښه وي.
۲ – مشرتابه به د دوه کلونو لپاره ټاکل کېږي.

۳ – د پښتو، پښتونولۍ او قامي مبارزې سره به یې تړاو لرلی وي او لري به یې.

۴ – د ټاکنو په ورځ به په لنډو ټکو کښې خپل کاري پلان روښانه کوي.
۵ – مشر به دټېم په بڼه خپل دوه مرستېالان هم د ټاکنو په ورځ اعلانوي.

۶ – د رسنیزو چارو مشر به د جرمني د کور کمېټۍ د ویاند دنده په غاړه لري.

۷ – د رسنیزو چارو مشر به د جرمني د کور کمېټۍ په سلا او مشوره د رسمي او ټولنېزو رسنيو له لارې غونډې، خبرتېاوې او اعلامیې شریکوي او ورسره به د جرمني پې ټې اېم درېځ نړیوالو ته روښانه کوي.

۸ – د مالي چارو په مشر باندې به د درغلۍ او فساد تورونه نه وي لګېدلي.

۹ – د اړیکو د چارو مشر به د غورځنګ لپاره د ملاتړ او غړو په موندلو کې فعالې هڅې کوي.

۱۰- د بشری حقونو د کميټې مشر به د جرمني او اروپایې ټولنې په قوانینو پوه وي، دی به د پښتو تر څنګ په جرمني او انګليسي ژبو بشپړ لاس بری اوسی.
د زده کړو کچه یی باید چی د ماسټرۍ نه کمه نه وي.

۱۱- د مرکزي ډلې ( کور کمېټې) د نورو څانګو مشران هم داړتیا پربنسټ له یوه څخه ډیر مرستیالان له ځانه سره یو ځای نوماندولی شي.

که چېرې دټاکنیزې ډلګۍ ( اېلکشن کمېشن) کوم غړی وغواړي، چې مشرۍ ته ځان نوماند کړي، نو د جنوري تر نهمې نېټې پورې به خامخا خپله استعفا ټاکنیزې ډلګۍ (اېلکشن کمېشن) ته وړاندې کوي.

سلاکاره یا مشورتي جرګه به په خپله خوښه که وغواړي د ټاکنو د اوسني کمېسون دغړو، د جرمني پخوانۍ کور کمېټۍ له غړو او ېو شمیر فعالو ځوانانو او مشرانو جوړه وي.
که شونې وه په جرمني کې د سېاسي ګوندونو او ټولنو نه یو یو کس، كه چېرې وغواړي دمشورتي جرګې غړی کیدلی شي.
مشورتي جرګه به د پې ټې اېم جرمني کور کمېټۍ سره په هر برخه کې مرسته کوي او مشورې ورکوي.

درانه نوماندان دې دنوماندۍ غوښتنلیکونه د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې ټاکنیزې ډلې (اېلکشن کمېشن) ته پر لاندي برېښنالیک یا وتساپ راولېږي.

Email:ptmgermanyelectioncommission@gmail.com
+49 162 1356202

پښتون ته ژوندون غواړو

د جرمني په کولن ښار کې د ډاکټر ناکامورا د مړینې ویر غونډه

 

نن  د ډیسمبر په شپږمه ۲۰۱۹ زیږدیز کال د جمعې  له لمانڅه وروسته  د افغانانو په کلتوري مرکز کولن ښار میشینیش کې  افغانانو د یو ستر انسان او خدمتګار  ډاکټر تېتسو ناکامورا په ویر غونډه وکړه،  او ددغه ستر انسان او ورسره  پنځه افغان همکارانو په مړینه  خواخوږي وکړه

ډاکتر ناکامورا چې په افغانانو کې د دېرې مینې په کاکا مراد پېژندل کېده ، ۲۲کاله یې د افغانستان په ختيځو ولایتونو او په ځانګړي ډول کوز کونړ ننګرهار کې ډېر نه هېریدونکی چوپر کړی دی ، چې ددرملنې څخه پیل د اوبو د مدیریت ، کرنې او اوبو لګولو سيستم د جوړولو په برخه کې ډېرې پروژې بشپړې کړي دي په ورستېو کې ورته د هېواد ګران ولسمشر د کاکا مراد د  ستر چوپړ په پایله کې د ګران هېواد تابعت او  دولتی مډال هم ورکړ، خو دګران هېواد قسم خوړلي دښمنانو دا ستره هستي په افغانانو پېرزو نه شوه ، او د خپلو پنځو افغان همکارانو سره یې په ډېره بې دردۍ په شهادت ورساوه، روحونه یې ښاد او یاد به یې تل د افغانانو په زړنو کې پاتې وي

په جرمنی کې د کولن ښار میشینش د افغانانو کلتوري ټولنه په ټولو افغانانو غږ کوي ، چې د کاکا مراد فکر ته کار وکړئ‌،‌ او دهغه تګلاره خپله کړئ ، او دخپلو ملی ځواکونو سره د تل دپاره مرسته وکړئ ، چې په راتلونکې کې دداسې غمیزو څخه وژغورل شو ، او دننګرهار د والی شامحمود میاخېل څخه مننه کوو او ستایو یې ، چې دوژونکو د میندلو د پاره یې د خپلې ځانګړې پانګې څخه يو میلون افغانۍ  جایزه اعلان کړه

 

! قدرمند ولسمشره

افغانان د تېر حکومت په څېر دوه سری حکومت او نظام نور نه غواړي، هېوادوال داسې حکومت غواړي چې د خلکو په رايه راغلی وي
افغانان هيڅکله داسې حکومت نه غواړي چې د بهر څخه بهرنيان راشي ، او په افغان ملت د خپلې خوښې حکومت وتپي
ولسمشره! ټول افغانان پوهېږي چې ټاکنې تاسې ګټلي دي، دا ناسمه تيږه د ملي وحدت حکومت په څېر نوره مه ږده، حکومت ځانته جوړ کړه ، په هېواد مين افغانانو ته دندې وسپاره، يو خوا به د نه منلو دې کرغېړن کلتور ته د تل د پاره د پای ټکی کېږدې، او د بل خوا به د ټاکنو په ادارو د افغانانو باور پيدا شي
د ټاکنو د کميسون څخه په کلکه غوښتنه کوو ، چې پايلې ژر او په خپل ټاکلي مهال اعلان کړي، نور د پايلو ځنډ افغانانو ته د زغم وړ نه دی.
په نړيوالو او په ځانګړي ډول په امريکايانو ږغ کوو، چې د ټاکنو پايلې دې نورې د ځنډ سره نه مخ کوي، د افغانانو د ارادې درناوی دې وکړي ، افغانانو ته هغه حکومت د منلو دی، چې د ستر افغان ملت په رايو راغلی وي

په ځان بسيا او پرمختللي افغانستان په هيله
د افغانانو کلتوري ټولنه کولن ښار ميشينيش جرمني

قدرمن ولسمشره نور د ټاکنو د نه منلو کلتور ته د پای ټکی کېږده

 

د جرمني په کولن ښار میشینش د افغانانو په کلتوري مرکز کې  د اکتوبر په  ۱۶مه چې د د تلې د ۲۴مې  د ۱۳۹۸کال سره سمون خوري ، افغانانو  دولسمشر اشرف غني کلک ملاتړ څرکند کړ

افغانانو   د  ښاغلي اشرف غني ستاینه وکړه ، او يو زیرک ولسمشر یې وباله، ځکه  هڅه  يې  داده  چې قانون په تولو هېوادوالو يو سان پلی شي، او د زورواکۍ ریښې چې په ګران هېواد کې ډېرې ژورې زغلیدلې دي ، د بېښه وباسي، او د  ګران هېواد د ځان بسیاینې د  پاره په  ډېرو پروژو شپه او ورځ کار کوي، چې په پایله کې یې اوس د ګران هېواد اقتصادي وده په ښه حالت کې قرار لري    ، او په ګران هېواد کې یې  ځوان کدرونه وګمارل ، چې ښه بیلګه یې ښاغلی حمدالله محب، ښاغلی جنرال خوشال سادات ، د ننګرهار والي ښاغلی شامحمود میاخېل او په کونړونو کې مرستیال والي  ډاکټر ګل محمد بیدار ، دهرات د امنیي قومندان او داسې نور دي ،  او په ګران هېواد کې  یې د نظام جوړونې یو ښه تېږه او  بنسټ  کښېښود.

افغانانو په ولسمشر غږ وکړ چې نور په ګران هېواد کې د ټاکنو د نه منلو کلتور ته هم د پای ټکی کېږده ،

قدرمن ولسمشره !  ټول افغانان ستاسې ملاتړ کوي ، هیڅ بهرني او کورني فشارونو ته تسلیم نه شئ ، د شريک حکومت پایله افغانانو ولیدله ، نوره دا ناسمه تېږه مه ږده ،  د ټاکنو د ګټولو په پایله کې ځانته حکومت او کابینه جوړه کړه ، د یو خوا به د نه منلو کلتور د منځه لاړ شې او سم بنسټ به کښېښودل شي،  او د بلې خوا به د ټاکنو په ادارو د افغانانو باور پیدا شې 

په ځان بسیا او پرمختللي افغانستان په هیله

دافغانانو کلتوري ټولنه کولن ښار میشینيش جرمني

په جرمني کې د جنرال خوشحال سادات څخه دافغانانو ملاتړ

!قدرمن ولسمشر
د مافيايي کړۍ، غلو او لنډغرو ولسي جرګه نوره افغانانو ته د منلو نه ده، منحل يې کړه، مونږ ته د خپلو ملي ځواکونو سپکاوی نور د زغم وړ نه دی

خوشحال سادات د افغانانو وياړ دی، او مونږ افغانانو ته زمونږ ملي ځواکونه سره کرښه ده، هيچا سره پرې جوړ جاړی نه کوو

ژوندي دې وي زمونږ ملي ځواکونه

د افغانانو کلتوري ټولنه کولن ښار ميشينيش جرمني

الحاج احمدشېر ساپي ته ښه راغلاست

نن ۲۷ م د اګست چې د وږي د پنځمې سره سمون خوري د افغانانو په کلتوري مرکز کولن ښار ميشينيش کې افغانانو ، د افغانانو د کلتوري ټولنې مشر ښاغلي الحاج احمد شېر ساپي ته چې د اسلام د سترې فريضې د سر ته رسولو وروسته کور ته راستون شوی وو ، ښه راغلاست ووايه، ښاغلی الحاج ساپی چې په هېواد او هېوادوالو يو مين سړيتوب دی، تل يې د ملي ارزښتونو ساتنه او ملاتړ کړی دی، ددغې سترې فريضې د سرته رسولو په وخت کې يې هم خپل هېواد او هېوادوال نه دي هېر کړي، په لراو بر افغان خاوره کې يې د سولې د راتلو او د افغانانو د يووالي د پاره د الله ﷻ په کور کې ډېرې دوعاګانې کړي دي. 
الله دې د ښاغلي الحاج ساپي او ټولو افغانانو دوعاوې قبولې کړي، چې په راتلونکې کې يو سوکاله ، په ځان بسيا او پرمختللی لوۍ افغانستان ولرو
د الحاج احمد شېر ساپي د ميلمستيا او ميلمه پالنې مننه کوو

د افغانانو کلتوري ټولنه کولن ښار ميشينيش جرمني

 

ټوپک پريږدئ اود ليکلو لپاره قلم راواخلئ . د خپلواکۍ سلمه کليزه مو مبارک


د انګريزانودامپراتورۍ(امپراطورۍ)زورور وخت وو,د ښکيلاک او لوټمارۍ ناوړه انګازې يې په ټوله نړۍکى خپرى وې او آن ددغې امپراتورۍ په قلمرو کى لمر نه ډوبيده
افغان ولس ددوى ښکيلاک ګر سياست ته سر نه ټيټوو, درې ځلې په وړاندى دجګړې ډګر ته راووتل,سختې خونړۍ جګړې ورسره وکړلې او هر ځل يې استعماري ځواکونو ته ځاني او مالي نه جبرانېدونکى زيانونه واړول. په پاى کى د۱۲۹۸ هجري لمريز کال دزمري(اسد) په ۲۸ چى د۱۹۱۹ ميلادي کال داګست د۱۹ نيټې سره برابره ده,غازي آمان الله خان دعيدګاه په جومات کى په خپلې تاريخي وينا کې د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ خپلواکي اعلان کړه
غازي امان الله خان پدى اړه په خپلې تاريخي وينا کې ويلي دي چې زه ځان او خپل هيواد له کورني او بهرني پلوه په بشپړه توګه خپلواک اعلانومۥ تر دى وروسته به زما ملک دنړۍ د نورو ملکونو په څير خپلواک وي. همداسې وشول او زمونږ ګران هيواد دنړۍد خپلواکو هيوادونو په کتار کې ودريده
غازي امان الله خان دهيواد او هيوادوالو سره بى سارې مينه درلوده او غوښتل يې چې افغانستان او افغان ولس نه يوازې په سياسي ډګر کې خپلواک واوسي بلکې په اقتصادي,ټولنيز,او فرهنګي ډګرونو کې هم چټک پرمختګ وکړي,په ځان بسيا او خپلواک شي او د نړۍد پرمختللو هيوادونو او مترقي ولسونو سيال وګرځي. هغه چې هيواد او خلکو ته ژمن واکمن وو,پوهيده چې دې موخې ته هغه وخت رسيدلې شي چې ټول افغانان دليک لوست او تعليم په وسلو سمبال شي. هغه ملت ته پدې اړه ويلې دي: „ټوپک پريږدئ او د ليکلو لپاره قلم راواخلئ, پدې پوهه شئ چې يوبى تعليمه ولس هيڅکله مخکى نه شي تللې او په رښتياخپلواک کيداى نشي“. اوس هم په رښتينو افغانانو کې د خپلواکۍ د شهيدانو احساس ژوندې دې اود ازادۍ د ستر غازي په څير دزده کړو او دهيواد له پرمختګ سره مينه لري, له ټوپک او ټوپکوالو څخه کرکه کوي,اوسوله او نيکمرغي يې ارمان دې او دسولې روانو خبرو ته هيله مند دي. افغانان يو ځل بيا د هيواد دپرمختګ او خپلواکۍ پر دښمنانو غږ کوي چې نورنو خپلو کرغيړنوموخو ته دپاى ټکې کيږدئ او پريږدئ چې افغان ولس ژر تر ژره په خپل منځي خبروخپله راتلونکې پخپله وټاکي او دخپلواکۍ دشهيدانو نيمګړې فصل بشپړ کړي
دکولن ښار ميشنيش دافغانانو کلتوري ټولنه لرو او برو ټولوافغانانو ته دخپلواکۍ دبيرته اخستلو د سلمې کليزي په وياړ مبارکي وايي او ټينګ باور لري چې دخپلواکۍ د شهيدانو ارمانونه به پوره کيږي

په جرمني کې  د ولسمشر اشرف غني څخه ملاتړ غونډه

 

د جرمني په کولن ښار میشینش د افغانانو په کلتوري مرکز کې  د اګست په ۵مه چې د د زمري د ۱۴مې ۱۳۹۸کال سره سمون خوري ، افغانانو په راروانو ټاکنو کې دولسمشر اشرف غني ملاتړ څرکند کړ

د غونډې ګډوانوالو هر يو په خپل وار د ښاغلي اشرف غني ستاینه وکړه ، او يو زړور ولسمشر یې وباله، چې هيڅکله زورواکو ته نه دی تسلیم شوی او په زورواکو یې قانون عملي کړی دی، او په ګران هېوادکې یې ډېرې لند مهالې او اوږدمهالې پروژې عملي کړي دي ، چې د ګران هېواد په ځان بساینې او پرمختګ د پاره ډېرې اړینې وې او دي،‌ او همدارنګه یې د هېواد بهرني او کورني دښمنان ګرانو هېوادوالو او نړۍ ته وروپېژندل او منزوي کړل

د ترهګرۍ په وړاندې یې په افغانستان ، سعودي عربستان او اندونېزيا او نوره اسلامي نړۍ کې علما په یوه خوله کړل ، چې په پایله کې یې ترهګري د اسلام زد کړنه وبلله او ګران هېواد کې یې په افغانانو پردۍ تپل شوې جګړه ناروا وبلله، او یوه ستره نړيواله اجماع یې رامنځ ته کړه

ولسمشر اشرف غني تل د هېواد د ملي ارزښتونو ساتنه کړې ده، او هیچا ته یې اجازه نه ده ورکړې ، چې دملي ارزښتونو په وړاندې ودرېږي

د غونډې په پای کې د غونډې ګډوانوالو په ټولو افغانانو غږ وکړ ، که چېرته يو خپلواک ، پرمختللې  او په ځان بسیا افغانستان غواړئ، ښاغلي اشرف غني ته رایه وړکړئ او ملاتړ یې وکړئ

په ځان بسیا او پرمختللي افغانستان په هیله

په جرمني کې د افغانانو لخوا د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال جنرال خوشحال سادات کړنې وستایل شوې

نن د جمعې مبارکې ورځ داګست په ۲مه  چې د زمري ۱۱مې ۱۳۹۸زېږدیزکال سره سمون خوري ، افغانانو   د جرمني په  کولن ښار  ميشينيش کې  د افغانانو په کلتوري مرکز کې وروسته د  لمانځه په ګران هېواد کې د سولې دراتلو د پاره دوعا وکړه، او په جګړه مارو يې غږ وکړ، چې د پردۍ تپل شوې جګړې څخه لاس واخلئ
 ټولو ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالوهريو په خپل وار  دکورنيوچارو وزارت د ارشد مرستيال ښاغلي جنرال خوشحال سادات،   چې په ‌‌‌‌‌‌ډېر لږ وخت کې يې ګران هېواد ته ‌‌‌‌‌‌ډېر چوپړ او د هېواد په کچه يې ، د ملي ځواکونو په ليکو کې ‌‌‌‌‌‌د بدلونونه په رامنځ ته کولو کې چې هيڅ زورواکو ته تسليم نه شو، چې د ګران هېواد په ساتنه او امنيت کې ‌‌‌‌‌‌ډېر اغېزمن وو، ستاینه وکړه، او خپل ملاتړ یې ترې څرکند کړ

او په ولسمشر اشرف غني او ټولو افغانانو يې غږ وکړ چې داسې په هېواد مين چارواکي د زورواکو او پرديپالو په وړاندې ملاتړ کړئ

ديو سوکاله، پرمختللي او په ځان بسيا افغانستا په هيله

د افغانانو کلتوري ټولنه کولن ميشينيش جرمني

 

Show Buttons
Hide Buttons