Afghanischer Kulturverein Meschenich E.V. afghanischerkulturverein@gmail.com

په جرمني کې د ډيورند د فرضي کرښې پورې غاړه د پښتون (افغان) پرلټ او لاريون څخه ملاتړ

د ډيورند د فرضي کرښې پورې غاړه په پښتون (افغان ) ولس د پاکستان د جوړيدو راپديخواډول ډول ظلمونه کيږې. دغه ستر ولس د خپلو حقوقو څخه برخمن نه دی، کوچنيان يې په خپله مورنۍ ژبه کې زده کړې نه شي کولايې ، حال دا چې د نړيوال قانون له مخې هر کوچنی دد ې حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه کې ليک او لوست وکړي او ددی زمينه ورته برابره شي،  چې دا کار بايد حکومتونه وکړي ، حال داچې د ډيورند د فرضي کرښې پورې غاړه ۵۰ ميلونه افغان  وګړي په خپله مورنۍ ژبه کې د زده کړې حق نه لري.

په قبايلي سيمه کې که يو پښتون (افغان ) جرم وکړي نو سملاسي نيول کيږې او  بند خونې ته اچول کيږې  ، خو که د پرمختګ خبره شي نو پاکستانی رژيم وايې دا ازاده سيمه ده مونږ پکې  کار نه لرو.

په حواله رسنيو  لکه تلويزون، راډيو ، انځوري او چاپي رسنيوکې د پښتون ( افغان ) قوم ، او  همدارنګه ددوۍ کلتور ته په بده سترګه کتل کيږي ، او سپکاوی يې کوي ، پاکستانی رژيم چوپه خوله لا  څه چې هيڅ هم ورته نه وايې ، خو که پښتون د حق غوښتلو ږغ پورته کړ نو ترهګر او کافر دی.

ددې ټولو ناخوالو تر څنګ پاکستانی فوځ په دې بسنه ونه کړه   پښتانه   وژنې ، کورنه يې ړنګوي ،  او خپلې سيمې پريښودو ته يې مجبوروي ،او همدارنګه په افغانستان کې   افغان وژنه د ۴۰کالو راهيسې  د دغه ظالم او ترهګر رژيم لخوا روانه ده ، هر وخت ددې مظلوم ولس سره دوه مخې لوبه کوي، چې مړ هم پښتون(افغان )  او پړ هم پښتون( افغان )  شي.

   د ترهګرۍ د ځپولو په بهانه به یې  د نړيوالې ټولنې څخه مرستې   تر لاسه کولې ، چې په دغه  تر لاسه شوو مرستو   د پښتون ( افغان ) او بلوڅو نسل وژنه ، او د ترهګرو ملاتړ تر اوسه  کوي، چې دغه دومخي لوبه يې تر اوسه پورې د نړيوالو سره  وکړه ، چې اوس  نړيواله ټولنه هم ددغه ظالم رژيم په دوه مخې تګلاره  پوه شوه،  مرستې يې پرې  بندې کړې.

د جرمني د کولن ميشينيش ښار د افغانانو کلتوري ټولنه د پښتون ( افغان ) هره مبارزه ، پرلټ او لاريون چې د بې کناه انسانانو د ظلم څخه د خلاصون، او  خپلو حقوقو لاس ته  راوړلو د پاره یې کوي ، ستايې او ملاتړ يې کوي،  د ترهګرۍ  او پښتون ( افغان ) وژنې غندنه کوي ، او په نړيواله ټولنه ږغ کوي چې دغه مظلوم ولس سره په دې پار مرسته وکړي

د ډاکټر ماخان شينواري د پوهنيزو خدمتونو په پار ستاينغونډه

 

نن  د کب په ۲۶ د ۱۹۹۶لمريز کال   د جمعې په ورځ د جرمني  د کولن ميشينيش ښار  د افغانانو کلتوري ټولنې د  کلتوري ټولنې په انګړ کې د علمي او مسلکي سړيتوب ښاغلې ډاکټر ماخان شينواري چې ګران هيواد  او پښتو ژبې ته د خدمتونو په پار ستاينغونډه جوړه کړه ،  او د  ښاغلی ډاکټر ماخان شينواري دپوهنيزو خدمتونو قدردانی اوستاينه   وکړه.

ښاغلي ډاکټر شينواري هغه نوښتونه چې   په شمير پوهنه کې  د پښتو   ژبې د ودې  په پار کړي وو د غونډې د ګډونوالو سره شريک کړل.

ښاغلی ماخان شينواری د ننګرهار ولايت  د شينوارو په  هسکې مېنې ولسوالۍ کې زيږدلی دی ، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په هسکه مېنه او پلازمېنه کابل کې ترسره کړې دي او لوړې زده کړې يې د اتريش په وین ښارکې په  شمير پوهنې کې د  ډاکټرۍ تر کچې  کړي دي دښاغلی  شينواري دويم مسلک فزيک دی او دا چى شميرپوهنه په هغه وخت کى د فلسفې يوه څانگه وه، نو فلسفه يې هم بايد لوستلی وى او د ډاکترۍ اخستلو په  وخت کې يې د فزيک تر څنگ په فلسفه کې هم دوه ازموينې بايد ورکړی وى،  په شمير پوهنه کې يې ۴۰ کتابونه په پښتو ژبه کې ژباړلي او  ليکلي دي 

ښاغلی شينواري په اتريش کې د افرو اسيا ليلیه کې د لیلیې د مشر په توگه ، د افغانستان دباندنۍ چارو وزارت کې د مامور په توګه  ، په المان کې د افغانستان جمهوريت  د شارژدافير په توګه ، د افغانستان د علومو اکادمي د پيدايښتي پوهنو ( طبيعي علومو( د شميرپوهنې د څانگې غړي په توگه دندې تر سره کړي دي

د افغانانو کلتوري ټولنه په پام کې لري چې په راتلونکې کې به داسې ستاينغونډې د هر وخت دپاره د  کلتوري ټولنې  په انګړکې جوړوي، او د خپلو تيروعلمي او مسلکي  حدمتګارانو په څير په راتلونکې کې  هغه سړيتوبونه چې زمونږد  ګران هيواد او پښتو ژبې په چوپړ کې وي لمانځي اود هغوۍ د خدمتونو ستاينه او  درناوی   کوي

د نشه یې توکو څخه ګټه پورته کول او روغتيا ته دهغې زيانونه

 

 

پيدايښت د شيانو ددوه حالاتو په پايله کې رامنځ ته کيږي ، يو داسې چې د يو شي مفکوره موجوده وي خلک د هغې پلټنه وکړي او په پایله کې منځ ته راشي، دوهم حالت دا چې د يو شې پلټنه کيږي خو يو بل شې رامنځ ته شي چې  انسان سره د هغې په پارهيڅ فکر نه وي.

همداسې د نشه يې توکو مفکوره د پخوا نه  الله (ج) په خپل کتاب کې انسانانو ته ورکړې وه ،اول الله پاک وويل چې د نشې په حال کې لمانځه ته مه نږدې کيږئ، او بيا یې انسانانو ته د نشه يې توکو د ګټو او تاوانونو په پار وویل چې تاوانونه یې نظر ګټو ته زيات دي، او په اخيرکې یې وويل دا حرام دي او که چا استعمال نه کړل الله به پري رحم وکړي

همدارنګه زمونږ پيغمبر حضرت محمد ص وايې که يو انسان د تنور لوګی په قصد سره تنفس کړي دا هم حرام  دي  په دې کې کومه بله فلسفه نه شته فقط دانسان روغتيا ته زيان رسوي ، او د ډيرو  ناروغيو د  رامنځ ته کيدو سبب کيږي، چې ځينې هيڅ درملنه نه لري .

  نشه يې توکي  اود هغې زيانونه چې انسان ته یې رسوي په لنډ ډول  يادونه کوم

څکونکي نشه یې توکي لکه  سيګرټ، چرس ، هيروين ، کوکاين ، شيشه او داسې نور  د سږو ( هواي کڅوړو ) د دوامداره ( مزمينو ) ناروغيو سب ګرځي ، ناروغ دوامداره ټوخی کوي ، د ټوخي سره بلغم لري او همدارنګه سالنډي ، پدي ناروغیو کې ناروغ  بې له درملو څخه ورته  ژوند  ډير ستونزمن  وي ، او ددې ناروغيو په  اخيري مرحلو کې ناروغ دې حا لت ته ورسيږي  چې د مرګ غوښتنه کوي ، ژوندی وي خو د  ژوند څخه ګټه نه شي پورته کولايې  ، او ناروغ د ژوند څخه  مرګ غوره بولي  .

د سږو سرطان چې دا هغه وژونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري ، د کيمياوي موادو په ذریه يې درملنه پيل کيږې خو پدي  سره  دسرطان درملنه نه  کيږي، فقط ژوند لږ څه اوږديږي.

څکونکي نشه يې توکي د زړه او رګونو د ناروغيو سبب کيږي ، د څکونکو نشه يې توکو څخه په  دوامداره ډول  ګټه پورته کول د رګونود بنديدو سبب کيږي ، که د زړه رګونه بند شي د زړه ډول ډول  ناروغۍ رامنځ ته کوي  او   کيدايې شي چې د ناروغ د مرګ سبب شي، او همدارنګه  که په سر کې رګونه بند شي نو ناروغ فلجيږي يانې لاسونه او پښې يې يو طرفه کار نه کوي ، خبري سمې نه شي کولايې ، د ټول  عمر دپاره  په کټ کې پروت او بل څوک يې د مرګ تر وخته په چوپړ کې وي.

کچيرې د ناروغ د لاسونو او پښو رګونه بند شي ، کيدايې شي چې د ناروغۍ په پرمختللي حالت  کې ترې پښه او يا لاس غوڅ شې او ټول عمر نورو خلکو ته اړ وي چې ددې خدمت وکړي.

د څکونکي نشه يې توکو څخه ګټه پورته کولو په پايله کې  جنسي کمزوري  په نارينوو او ښځو کې رامنځ ته کيږي  همدارنګه د معدې ناروغۍ لکه د معدي زخم ، د بښتورګو ناروغۍ او داسې نورې ناروغۍ رامنڅ ته کوي 

ددې ناروغيو نور لاملونه  هم شته خو سيګرټ څکل يې  ۹۰٪ رامنځ ته کوي ، او چرس، هيروين ، کوکاين ،،، يې ۲۰ ځله زيات د سيګرټوپه پرتله دا ناروغۍ  رامنځ ته کوي

همدارنګه نصوارو کې هم هغه ماده ده کوم چې په سيګرټوکې ده وينې ته داخليږي او د رګونو  بندښ،  او همدرانګه د غاښونو د ډول ډول  ناروغيو لامل کیږي  ، او ځينې د روغتيا پوهان وايې چې د خولې سرطان هم رامنځ ته کوي.

څښونکي نشه يې توکي لکه الکول هم  ډول ډول نارغۍ رامنځ ته کوي،  د بيلګې په ډول ځګر ( اينې )  ته زيان رسوي او د ځګر ( اينې )  ناروغي رامنځ ته کوي ، په نارينه  او ښځوکې  د جنسي کمزوۍ لامل کيږي ، روحي او عصبي ناروغۍ رامنځ ته کوي، خو ډيره وژونکې ناروغي چې رامنځ ته کوي هغه د خولې ، مرۍ ،معدې، پانکريس ، او کولمو سرطان دی او داسې نور

په ۲۰۰۷ کال کې IARC (International Agency for reserch of Concer) خبر ورکړ چې الکول يوه سرطاني ماده ده

د نيالګیو د وهلو ډډه وکړئ ، او خپل چاپیريال د نيالګيو په کينولو سمسور کړئ

 

زمونږ په ښکلي هيواد کې د ځنګلونو پراخوالی چې هسک غرونه مو په دغه هسکو ونو ډير ښکلي او زړه راښکونکي ښکاري، چې دا د الله ج له لوري غوره ډالۍ ده ،  که ونې او بوټې  نه وي نو چاپیريال بدرنګه او ويجاړ ښکاري، شنه ځنګلونه او فصلونه د چاپیريال په پاک ساتلو او ښکلا کې خورا ارزښت لري، پاکه او تازه هوا برابروي او همدارنګه دسيلابونو مخه نيسي،  او هوا د ککړتيا څخه ژغوري.

د تودوخې درجې ته بدلون ورکوي ، د ګرمۍ په موسم کې  د ډيرې تودوخې مخنيوی کوي، او د ژمې په موسم کې د ډيرې یخنۍ مخنيوی کوي.

په جرمني کې د کولن ميشينيش ښار د افغانانو کلتوري ټولنه په ټولو هيوادوالو غږ کوي چې طبعي ځنګلونه وژغورئ،  د وهلو مخه ې ونيسئ ، اوهغه چا ته  اجازه مه ورکوئ ، چې زمونږ د هيواد طبعي  ښکلا چې هغه ځنګلونه دي ،  د منځه يوسې .

او همدارنګه په هيواد کې د پسرلي موسم په پيل کيدو دی ، نو د هرې کورنۍ هر يو غړی بايد چې په خپلو کورنو،  او خپلو کورنو ته څيرمه د چاپيريال د ښکلا په موښه نيالګي کينوي، او ددې تر څنګ ستره دنده داده چې د هغې ساتنه او پالنه وشي

د سوکاله او پرمختللي افغانستان په هيله

د نورستان ولايت تاريخي باغ اندر

 

 

نورستان ولايت چې د هيواد په ختيځ کې به ځنګلونو پوښلی، په  غرونو کې یې  جګې او دنګې ونې ، پاکه هوا ، سړي چنې او ښکلي چمنونو ، څپاند سيندنو په سردرو کې ، کږو وږو درو په منځ کې زړه راښکونکی او د ښکلا لرونکی ولايت دی.

چې د هيواد کشمير او د سيمې سويس ورته هم ويلایې شو ، چې د سيل او سيلانيانو د پاره يو زړه وړنکی ځاې دی . دا چې نورستان ولايت ډير ښکلي او تاريځي ځايونه لري چې د هغې  څخه يو د اندر په نوم ښکلی او تاريخي باغ دی ، چې د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې پروت دی ، د واما ولسوالي  د کونړ د پيچ دولسوالۍ په خوا پرته ده ، او لويدځ خواته يې د نورستان ولایت د وايګل ولسوالي پرته ده .

د اندر باغ ۴کيلومتره اوږدوالې او ۳کيلومتره پلنوالې لري او خورا زيات سيلانی ارزښت لري او د ډول ډول میوه لرونکو بوټو څخه برخمن دی، او خورا زيات حاصلات لري چې د ټول واما خلک ترې  برخمن دي ، دغه باغ څو ځانګړنې لري

۱-  د ساتنې او خړوبولو په برخه کې د کلیوالو او د قومي شورا لخوا څوتنه ټاکل شوې دي چې دا يراين ( څارندوۍ ) په نوم ياديږي چې د باغ ټول واک ددوۍ په لاس کې دی .

۲- د قومي شورا لخوا او خلکو لخوا ناغه (جريمه ) ټاکل شوې ده ، تر څو پورې چې د باغ ميوه  پخه شوې نه وي،  او  چا ترې ګټه پورته کړه ناغه ( جريمه  ) به ورکوي ، خو ميلمانه حق لري چې د باغ څخه ليدنه وکړي او د ميوو څخه يې  ګټه پورته کړي

۳- د ۱۴کلنۍ څخه ښکته عمر لرونکي کوچنيان نه شي کولايې چې پاغ ته ولاړ شي ، کچيرته مور او پلار وغواړي چې خپل کوچنيان د ځان سره بوځي نو دايراين ( څارندوۍ ) څخه په اجازه اخلې او بيدون د ايرا ين ( څارندوۍ ) د اجازې نه شي کولايې چې باغ ته ننوځي

۴- کله چې د باغ ميوې پخې شي د ایرا ين ( څارندوۍ ) لخوا قومي شورا او کليوالو ته خبر ورکول کيږې ، او ايرا ين ( څارندوۍ ) د يوه کال ټولې کړنې او همدا رنګه هغه خلک چې ناغه شوي وي ، ددوۍ سره شريکوي.

۵- د باغ د میوو د راټولولو نيټه د تلې (ميزان ) د ۱۴ نه تر ۱۶ پورې ده ، خلک د تلې ( میزان ) په ۱۴ د باغ په انګړ کې راغونډيږي، او هغه ناغې (جريمې ) چې د خلکو څخه اخستل شوې وي، خلکو ته پري ډوډۍ او  میله  برابروي ، ځوانان او پیغلې په ډول ډول جامو کې باغ ته راځي، په میله کې برخه اخلې  او د ميلمنو قدردانی کوي

او ځوانان خپلی دوديزي لوبې د خلکو په وړاندي کوي ، او هيڅوک دا خق نه لري چې د ميلې ځاې ته وسلې راوړې ، د ميوو د راټولولو دا ميله درې ورځې دوام کوي.

دا چې د نورستان ولايت د طبعي ښکلاګانو څخه يو برخمن ولايت دی ، د ليدلو ډيرې تاريخي سيمې لري ، د جرمني د کولن ميشينيش ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنه د افغانستان په مرکزي حکومت غږ کوي چې ددغه ولايت او همدارنګه په هيواد کې د طبعي ښکلاګانو ساتلو اوپه هغې باندې  پانګونې ته پاملرنه وکړي چې د هيواد په ځان بساينې او اقتصادي ودې د پاره ډير اړين دي ، چې ددې په ذريه کولايې شي سلګونه زره کورني او بهرني سيلانيان هيواد ته راجذب کړي.

د سوکاله ،  په ځان بسيا،او  پرمختللي  افغانستان په هيله     

د کابل د سولې د بهير څخه ملاتړ

د څلورنۍ ( چهارشنبې ) په ورځ د کب ( حوت ) په نهمه د کابل د بهير دویمه غونډه جوړه شوه، چې په کې د ۲۵ هيوادونو او دريو نړيوالو سازمانونو لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.

ددې غونډې اصلي ټکې ( منځ ټکې ) له طاليبانو سره په سولې او د تراهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو راټول شوی وو.

په دې غونډه کې دافغانستان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د ملي وحدت حکومت چمتو دی، چې د طاليبانو سره اوربند وکړي ، او دغه ډله د يو سياسي ګوند په توګه په  رسميت وپيژني.

په افغانستان کې د څو لسيزو راهيسې جګړه روانه ده ، دا جګړه د پرديو لخوا په افغانانو تپل شوې ده ، هره ورځ پکې زمونږ کوچنيان يتيمان، خويندې مو کونډې ، او ميندې مو بورې کيږي ، هر شيبه زمونږ د ولس د سترګو اوښکې بهيږي ، هيواد مو ورانيږي او کلې کور مو په کنډواله بدليږي ، دغه جګړه يوازې او يوازې  د پرديو او د پرديپالو په کټه ده، او هغوۍ دي ، چې ددې جګړې د اور لمبې تازه ساتې.

تاريخ وښوده چې د افغانستان د لانجې حل د جګړې او زور زياتې د لارې شونی نه دی ، او دحل سمه او بې بديله لار د خبرو او اترو لار ده، دا خبرې باید ريښتنې وي او په افغانی واقعتونو ولاړې وي، او هيڅوک پکې ځان بایلونکې ونه ګورې ، او ګټونکی یې  افغانستان، او افغان درديدلی او کړيدلی ولس وي.

په کولن میشينيش ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنه  د هر هغه اقدام چې په افغانستان کې د سرتاسري سولې او امنيت د ټنګښت، دوروروژنې جګړې د پاې، او د ملي يوالې د رامنځ ته کيدو سبب کيږي ، ملاتړ او هرکلی کوي ، او د هيواد او هیوادوالو په ګټه یې بولي

کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي

اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي

دخواشينۍ خبر

 

پرون په ۲۴.۰۲.۲۰۱۸ عسوي کال  د خالي په ورځ اففانانو دادب يو بله ستره هستي دلاسه ورکړه ، ارواښاد پروفيسر سرمحقق عبدالله بختانی ددې پاتې نړۍ سترګي پټې کړې انا لله وانا اله راجعون. 

په جرمني کې  د کولن ميشینيش ښار  د افغانانو کلتوري ټولنه د پروفيسر او سرمحقق عبدالله بختاني مړينه د ګران هيواد افغانستان په زيان بولي، او د ارواښاد د کورنۍ او خپلوانو سره په دي ستر غم کې ځان شريک ګڼي ، روح دې ښاد وي

د ټاپې د ملي پروژې د پيل په پار د افغانانو د کلتوري ټولنې کولن ميشينيش غونډه


 

نن د جمعې په ورځ د  ۲۳.۰۲.۲۰۱۸ عسوي کال د   جرمني په کولن ميشينيش ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنې په خپل کلتوري مرکز کې  په افغانستان کې د ټاپې د ملي پروژې د پيل په پار غونډه وکړه ، او غوڅ ملاتړ يې ترې څرګند کړ، او  ددي ملي پروژې په پيل کيدو يې خوښي وکړه .

  د غونډې ګډونوالو ددې ملي پروژې د ګټو په پار د فکرونو  تبادله وکړه، اودا  پروژه يې د  افغانستان د پرمختګ، اوپه  راتلونکې  کې يې په هيواد کې   د سولې  لامل وباله .

د جرمني په کولن ميشینيش ښارکې د افغانانو کلتوري ټولنه   ټولو افغانانو ته ددې ملي پروژې د پيل کيدو مبارکي وايې، او په ټولو افغانانو غږکوي چې دد ملي پروژې ملاتړ او ساتنه وکړي

د مورنۍ ژبو نړيواله ورځ


د فبروري میاشتې ۲۱ مه هرکال په نړیواله کچه د مورنیو ژبو د ورځې په توګه لمانځلکيږي،  دا ورځ بنګالي ولس  دپاکستان د ظلم او زياتي په وجه  نړۍ ته په ګوته کړه، کله چېپاکستاني ظالم  لومړي وزيرمحمد علي جناح اردو ژبه د پاکستان ملي او رسمي ژبه اعلانکړه ، بنګاليانو ددې ناروا په خلاف په لاريونونو لاس پورې کړ، ځکه بنګاليانو خپله ژبه هم رسمي او ملي کول غوښتل ، خو د پاکستان ظالم رژيم په ۲۱ د فيیروري ۱۹۵۲ عسوي کال د بنګاليانو په سوله ايز لاریون کونکو ظالمانه بریدونه وکړل او ډير لاريون کونکې يې ووژل ،‌ چې ورسته دا ورځ د ملګرو ملتونو له خوا د مورنۍ ژبې په ورځ ياده شوه . په مورنۍ ژبه زده کړه د هر انسان حق دی ، خو سره له دی د ډيورند د کرغیړنې کر ښې بل طرف کې د پاکستان ظالم او ترهګر رژيم په ميلونونو افغانانو اوهمدارنګه په ميلونونو   بلوڅانوته دا حق نه ورکوي ، چې په خپله ژبه کې زده کړې وکړي . د طبابت له نظره يو کوچنی  په خپله ژبه کې نظر بلې ژبې ته ښه او زر  زده کړه کولايې شي ، او همدارنګه يو کوچنی تر ۱۵کلنۍ پورې پنځه ژبې زده کولايې شي ، نو ډيره اړينه ده چې مور اوپلار خپلو کوچنيانو ته خپله ژبه ورزده کړي .

دجرمني د کلن ښار د افغانانو د کلتوري ټولنې لخوا ټولو افغانانو ته چې د نړۍ په هر کوډ کې وي د مورنۍ ژبود ورځې مبارکي وايې، او هيله کوي چې خپلو کوچنيانو ته د مورنۍ ژبې د زده کړې زمينه برابره کړي .

دافغانانو کلتوري ټولنه جرمني کولن ميشنيش

د افغانانو د کلتوري ټولنې کولن میشنيش خبرتيا

ټولو افغانانو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانانود کلتوري ټولنې په  مرکز کولن ميشنيش کې د کوچنيانو دپاره يو ټولګی چې په هغې کې د پښتو ژبې ليک او لوست او همدارنګه د اسلامي لارښونې درس په وړيا ډول ورکول کيږي . له تاسي ټولو نه هيله کوو چې خپل کوچنيان کلتوري مرکز ته دخالي( شنبې )‌ او يونۍ ( يکشنبې )‌په ورځ  راوليږئ  په  درنښت

Show Buttons
Hide Buttons